د افغان دولت مرکچي پلاوي غړې فوزیه کوفي وايي خبرې له ځنډ سره نه دي مخ شوې، بلکې یو نوي پړاو ته داخلې شوې دي


روهي (دوه نۍ/ ۱۰ د لیندۍ)، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ په قطر کې د سولې روانو خبرو په اړه د وروستیو ضد او نقیض راپورنو له خپریدو وروسته او د دولت د مذاکره کوونکي پلاوي غړې فوزیه کوفي وايي، چې په قطر کې روانې خبرې له کوم خنډ سره نه‌ دي مخامخ شوي.

نوموړي تازه په یوه مرکه کې ویلې، د افغان حکومت او طالبانو مرکچي پلاو ترمنځ د پېل شویو خبرو چې د سپټمبر له ۱۲مې را روانې دي اوس یو نوي پړاو ته داخلې شوې دي.

کوفي په دې تړاو په خپلو څرګندونو کې زیاتوي چې: "مذاکرې له خنډ سره مخامخ شوې نه‌دي، بلکې د مذاکرو له یوه پړاو څخه نوي پړاو ته داخل شوو. هیله‌من یو چې ډېر ژر د اجنډا او هغو مسایلو په اړه چې د افغانانو د اصلي اندېښنو سبب دي، خبرو ته کېنو."
 
د افغان دولت مرکچي پلاوي دې غړې وروستۍ څرګندونې داسې مهال مخې ته راځي چې په وروستیو ورځو کې د افغان دولت او طالبانو مذاکره کوونکو ډلو ترمنځ بېلابېلو څرګندونو د دې خبرو د دوام په اړه اندېښنې را ولاړې کړي دي.