په هېواد کې  د کرونا وېروس دوهمه څپه؛ ولسمشر غني د جدي اقداماتو امر کړی

روهي (دوه نۍ/ ۱۰ د لیندۍ)، تېره ورځ ناوخته ولسمشر غني د روغتیا وزارت له چارواکو سره په لیدنه کې په هېواد کې د کرونا وېروس په دوهمې څپې او رامنځته شوې وضعیت خبرې کړي دي.

یاده لیدنه چې په ارګ کې ترسره شوې ولسمشر غني تمه ښودلې چې د افغانستان روغتیايي چارواکي به د کرونا د لومړۍ څپې له تجربو په ګټه اخیستنې په هېواد کې  ددې وېروس د وهمې څپې په وړاندې مهم اقدامات ترسره کړي او نوموړي په دې برخه کې ژر تر ژره د جدي اقداماتو غوښتنه کړې.

باید یاده شي چې  د هوا له یخیدو سره سم يو ځل بیا په هېواد کې  د کرونا وېروس پېښو شمېر ډېر شوی او د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په دې وروستیو کې ویلي چې د کرونا وبا دویمه څپه پيل شوې ده او ښایي زرګونه کسان بیا هم په دغه ویروس اخته شي. دوی پر هېوادوالو غږ کړی چې روغتیايي سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي او په دې توګه خپل ځان او کورنۍ له دغه وژونکي ویروس وساتي.