دفاع وزارت: ۱۲۷۹ تنه سرتیري او بریدملان د پوځي زدګړو له تر لاسه کولو وروسته فارغ شول 

روهي (دوه نۍ/ ۱۰ د لیندۍ)، د دافغانستان دفاع وزارت وايي، چې په ګډ محاربوي ښوونیز مرکز کې د ۲۰۰ ښځینه وو په ګډون د ۱۲۷۹ تنو سرتیرو او بریدملانو د فراغت مراسم ترسره شول. 
 
د ملي دفاع وزارت په وینا، چې دغو سرتیرو او بریدملانو پرمختللې پوځي زدکړې ترلاسه کړي او له هر پلوه د خلکو د ځان او مال دفاع ته چمتو دي.
په دې مراسمو کې د ښوونې او پرسونل په چارو کې د ملي دفاع وزارت مرستیالې وویل: "طالبانو د جګړې په ډګر کې زمونږ د دفاعي او امنیتي ځواکونو پر وړاندې ماته خوړلې اما د ماتې د اعتراف شجاعت نلري او پر ملکي وګړو او عمومي ځایونو او بنسټونو بریدونه ترسره کوي". 

منیره یوسف زاده زیاتوي، چې طالبان له دین څخه په ناسم قرائت سره په دننه او بهر کې د اسلامي علماوو له جدي عکس العمل سره مخ شوي دي، او دغو علماوو اعلان وکړ چې په افغانستان کې د طالبانو او نورو وسله والو ډلو جګړه دیني مشروعیت نلري. 

یوسف زاده پوځي ښځینه وو ته په خبرو کې وویل: "د دفاعي او امنیتي ځواکونو په لیکو کې ستاسو شتون ددې لامل شوی دی چې طالبان ددې توان ونلري چې پر افغان ښځو محدودیت وضع کړي، تاسو نه یوازې د ټولو افغان ښځو لپاره بېلګه یاست بلکې په نړیوالې الګو بدل شوي یاست چې په ډیری نړیوالو کنفراسونو کې ستاسو شتون او استقامت ستایل شوی دی".

دغو تازه فارغ شویو ځواکونو ډاډ ورکړ چې په هېواد کې د تل پاتې سولې او آرامتیا د ټینګښت په موخه به په ټول ځواک او توان سره هڅه وکړي.
 ټاکل شوې دغه ځواکونه به د هېواد د دښمنانو پر وړاندې د مبارزې په ډګرونو کې میشت شي.