روان کال په هېواد کې د کبانو ۳۵۰ نوي فارمونه جوړ شوي دي

روهي (دوه نۍ/ ۱۰ د لیندۍ)، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت چارواکي وايي، چې د روان کال په ترڅ کې د کرنې وزارت او خصوصي سکټور له لارې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د کبانو ۳۵۰ تولیدي او تکثیري فارمو جوړ شوي دي.

د کرنې وزارت د کب روزنې د برخې امر خلیل الله فروغ وایي، چې سږ کال په ټولیزه توګه د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې له خوا د کب روزنې ۱۰۰ فارمونه او په ورته وخت کې د خصوصي سکټور له خوا د کب روزنې ۲۵۰ فارمونه جوړ شوي دي.

د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژه د کب روزنې ۱۰۰ نوي فارمونه چې په کې د کبانو د بچیو دوه تولیدي فارمونه شامل دي د کونړ، بلخ، بغلان، لغمان، کندهار، خوست او هرات په ولایتونو کې جوړ کړي دي، چې تولیدي فارم یې د ۲.۷ میلیونه بچیانو د تولید وړتیا او تکثیري فارمونه یې د کبانو د دوه میلیونه او ۴۰۰ زره وبچیانو وړتیا لري.

خلیل الله فروغ زیاته کړه: «د شمېرو له مخې چې موږ تر لاسه کړي دي، سږکال د کبانو د تولید کچه هم د تېرکال په پرتله یوزر او ۵۰۰ ټنه زیات شوي دي.»
دا په داسې حال کې ده، چې تېرکال د کبانو د تولید کچه نږدې ۱۰ زره ټنو ته ورسېد او سږکال ۱۱ زره او ۵۰۰ ټنو ته رسیږي.