کابل کې د اسلام اباد سفير: علي جناح روغتون کې مو د اکېسجن کارخونه جوړه او کابل کې د سرطان درملنې يو روغتون جوړو

روهي (يوه نۍ/۹ د لېندۍ)، د پاکستان په مرسته کابل کې د علي جناح درې سوه بستريز روغتون کې د طبي اکسېجن د تولېد کارخونه جوړه شوه. دغه کارخونه کولی شي چې د خپل روغتون وراېخوا، د نورو روغتونونو لپاره هم په ۲۴ ساعتونو کې ۱۲سوه بالونه طبي اکېسجن توليد کړي. 

کابل کې د اسلام اباد سفير منصور احمد خان نن ورځ کابل کې په جناح روغتون کې د مصنوعي اکېسجن کارخونې په پرانېسته کې وويل، چې دا د پاکستان له خوا افغانستان سره د روغتيا برخه کې لاس نېوی دی او لا نور به هم خپلو همکاريو ته دوام ورکړي. 

منصور احمد خان دا هم ويلي‌دي چې اوس مهال ډېر افغان ناروغان د سرطان د درملنې لپاره پاکستان ته ځي خو د پاکستان حکومت دا هڅه کوي چې کابل کې د سرطان ناروغۍ د درملنې يو ځانګړی روغتون هم جوړ کړي.

د‌يادې کار خونې د پرانېستې مراسو په ناسته کې د روغتيا نوماند وزير جواد عثماني د کرونا ويروس د پېښو په شمېر کې د ډېروالي ويلي دي. 

نوموړي ويلي دي چې خلک دې د کرونا ويروس په اړه ډېرې اندېښنې نه کوي خو په ورته وخت کې دې روغتيايي پاملرنې هم جدي ونېسي.