ولسي جرګه بيا پخلا شوې؛ نن د وزيرانو خبرې اوري ‌او رایې ورکوي

روهي (يوه نۍ/۱۰ د لېندۍ)،ټاکل شوې ده چې ولسي جرګه به نن ورځ د نوماندو وزيرانو برنامې او پروګرامونه واوري او د باور يا نه باور رایې لپاره به ورته صندوقونه کېښودل شي. 

ولسي جرګې تېره اوونۍ په اعتراضي ډول د نوماندو وزيرانو له ورتګ سره مخالفت وښوود او اجازه یې ورنه کړه چې د جرګې تالار ته ورشي. 

وکيلانو وروسته له هغې د نوماند وزيرانو له ورتګ او رایې ورکولو ډډه وکړه، چې د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله د ولسي جرګې په اړه څرګندونې وکړې چې د ولسي جرګې غوسه یې راپورته کړه. 

له دې وړاندې د حکومت لسو نوماند وزيرانو ولسي جرګې ته خپلې برنامې وړاندې او لس واړه یې په دې وتوانېدل، چې د باور رایې تر لاسه کړي.