د خوست هوایي ډاګر پروژو چارې د ۹ سوه ۹۱ میلیونه افغانیو په ارزښت روانې دي

روهي ( نۍ / ۸ د لیندۍ)،  د خوست ولایت هوایي ډګر پروژه د افغانستان په کچه یوه له ډېرو اقتصادی، اجتماعي او ټولګټو پروژو څخه بلل کیږي، چې ددې پروژې په اکمالیدو سره به خوست ولایت په یو تجارتي مرګز بدل شي  او خوست ولایت به د هوا د لارې له نړۍ سره ونښلوي له امله به یې خوست ولایت د تولیداتو لپاره د نړیوال بازار د څلور لارې په توګه رول ولوبوي.
 

د خوست چلغوزي به ددې هوایي ډګر څخه د اروپا مارکیټو نو ته لیږل کیږي.
 
بهرنیو هیوادونو ته خصوصآ عربي هیوادونو ته به خوست میشتي او ورسره د پکتیا ، پکتیکا او د پولي هغې             خوا اوسېدونکو دتګ راتګ اسنتیاوې برابرې شي.   
 
 د خوست، پکتیا، پکتیکا خلک به ددې هوایي ډګر څخه په استفادې د حج د فریضې د ادا کولو پخاطر  سعودي عربستان ته ځي او  خلکو ته به د کار زامینه پیدا شي.
 
 د یادې پروژې لګښت 991110000 نه سوه یو نوي میلونه یو لک لس زره افغانۍ دی.