ټرمپ: جوبايډن کولی شي چې سپينې ماڼۍ ته دننه شي خو په يو شرط

روهي (نۍ/۸ د لېندۍ)، د امريکا متحدو ايالتو ولسمشر ډونالډ يو ځل بيا ولسمشريزو ټاکنو کې د پراخه درغليو او په رېښتنيو رايو د خپلې بريا ويلي‌دي. 

ټرمپ په ټوېټر لېکلي دي چې جوبايډن کولی شي چې سپينې ماڼۍ ته د ولسمشر په توګه دننه شي خو په هغه صورت کې چې خپلې رایې پاکې ثبتې کړي. 

ټرمپ لېکلي، "جوبايډن په هغه صورت کې سپينې ماڼۍ ته د ولسمشر په توګه دننه کېدای شي، چې خپلې رېشخندي ۸۰ مېلېونه رایې پاکې ثبتې کړي؛ ۸۰ مېلېونه رایې بايد ناقانونه او د درغليو ډکې نه وي. "

ټرمپ د امريکا د څلورو ايالتونو نومونه اخېستي دي چېرته چې د ده په وينا ډېرې درغلۍ شوې دي. ټرمپ لېکلي دي چې په دیترویت، آتلانتا، فیلادلفیا او میلواکي کې د ده رایې ډېرې وې خو د جوبايډن ډلې په کې درغلۍ کړي. 

بيا له بلې خوا پنسلوانیا کې محکمې د ولسمشر ټرمپ د ډلې هغه شکايتونه رد کړل چې په ياد ايالت کې یې د ټاکنیزو درغليو په اړه کړي ‌وو.