کابل کې د نن سهار د دوه وروستيو چاودنو جزئيات 

روهي (نۍ/۸ د لېندۍ)، نن سهار کابل کې دوه چاودنې شوې چې تلفات یې رامنځ ته کړې دي. لومړۍ یې د دارالامان پر سړک او دويمه یې خيرخانې پروژې سيمه کې شوې ده. 

لومړۍ چاودنه د سېنما ګولايي سره نېږدې د يوولسيمې امنيتي حوزې اړوند سيمه کې په يو لنډکروزر موټر پسې شوې ده چې څلور کسان په کې ټپيان شوي دي. 

دويمه چاودنه هم د نښلوکي ماين په وسيله د شپومې ناحيې  اړوند اميد سبز ښارکوټي کې په فلډر موټر پسې شوې چې درې کسان په کې ټپيان شوي‌دي. 

کورنيو چارو د چاودنو پخلی کړی دی. تر اوسه دولت کومې مخالفې وسله والې ډلې د دغه چادونو مسووليت نه دی منلی.