د بنظير بوټو او آصف زرداري لور د مينې کوژده وکړه 

روهي (نۍ/۸ د لېندۍ)، د پاکستان د پخواني ولسمشر آصف علي زرداري او د پخوانۍ لومړۍ وزيرې بنظير بوټو مشرې لور بختور بټو زرداري کوژده وکړه. 

نوموړې پر خپلې ټوېټر پاڼې لېکلي دي، چې عربي متحدو اماراتو کې یې د محمود چوهدري په نوم يو پاکستاني سوداګر سره کوژده کړې. محمود چوهدري د لاهور دی خو له پنځوسو کالونو را په دې خوا یې کرونۍ عربي متحده امارتو کې وسي. 

بختور بوټو زرداري ويلي‌دي چې د کرونا ويروس وروسته به د خپلې کوژدې مراسم په ښې او پراخې بڼې تر سره کړي. نوموړي دغه کوژده خپلو هيلو ته رسېدل ښوودلي دي. 

د بختور بوټو زرداري کورنۍ له خلکو غوښتي دي چې د کوژدې لومړينو مراسمو کې د ګډون لپاره بايد په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ويروس د منفي معاينې پايله له ځان سره ولري. 

د يادونې ده چې د بختور زرداري ورور او د پاکستان د خلکو ګوند مشر، بیلاوال بوټو زرداري تېره ورځ په کرونا ويروس ککړ شوی دی او د خپلې خور د کوژدې په مراسمو کې برخه وانه خلي.