حفيظ منصور: مونږ د ولسمشرۍ ماڼۍ نه بلکې د مصالحې عالي شورا لارښوونې منو 

روهي (نۍ/۸ د لېندۍ)، د حکومت د مرکچي پلاوي يو غړي حفيظ منصور له رسنيو سره په خبرو کې ويلي دي، چې دغه پلاوی د مصالحې عالي شورا ته ځواب ورونکی دی، نه ولسمشرۍ ماڼۍ ته. 

نوموړي دا څرګندونې وروسته له هغې کړې دي چې ويل کيږي ولسمشرۍ ماڼۍ د افغان حکومت د سولې مرکچي پلاوي له يو شمېر شوې هوکړو سره مخالفت ښوودلی دی. حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي. 

بيا له بلې خوا اروپايي ټولنې د مصالحې عالي شورا د چارو پر پيل او فعالېدو ټېنګار کړی دی. د اروپايي ټولنې په خبرپاڼه کې ويل شوي دي، "موږ د ملي مصالحې عالي شورا د رامنځته کېدو او فعالیت پیلېدو غوښتنه کو چې دنده یې د سولې مذکراتو کې لارښوونه کول دي."

د یادونې ده چې مياشتې وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني د مصالحې او د دولت عالي شورا غړي او جوړښت اعلان کړی خو عبدالله عبدالله یې مخالفت وکړ.