پښتين: که د پاکستان حکومت مونږ کابل ته له تګ منع کوي خو مونږ به ځو 

روهي (نۍ/۸ د لېندۍ)، د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين تېره ورځ د بلوڅستان په چمن کې يوه ستره ولسي ناسته کې وينا وکړه او له خلکو سره یې کتلي دي. 

نوموړي چمن ښار دروازه کې د پښتنو د ځورونې او د نامالوم برخليک سره د ګڼ شمېر پښتنو په زنداني کېدو نيوکې وکړې او په ټېنګار یې ويلي دي، چې دوی مبارزه کوي او شاته به هم نه شي. 

پښتين د پاکستان پر حکومت نيوکه کړې ده چې پښتنه په ډېره نرمه ژبه د قانون اړوند د خپلو حقونو لپاره غږ پورته کوي؛ ژبه یې نرمه ده خو بيا یې هم غږ نه اورېدل کيږي او ورته ويل کيږي چې ژبه مو تونده ده. 

منظور پښتين خبرداری ورکړی دی، چې که چېرې د پاکستان حکومت د دوی مخه نيسي، چې مبارزه ونه کړي، خو دوی به شاته نه شي. نوموړي ويلي، "که دوی وايي، چمن ته نشئ تلای، موږ به چمن ته ځو، که دوی وايي، کوټې ته نه شئ تلای موږ به کوټې ته ځو، که دوی وايي سوات ته نه شئ تلای، موږ به سوات ته ځو او که دوی وايي، کابل ته نه شئ تلای، موږ به کابل ته ځو".

منظور پښتين ويلي دي چې د‌پاکستان پوځ او حکومت پښتنو ته هغه حقوق هم نه ورکوي کوم چې د پاکستان په اساسي قانون وړاندې شوي دي.