عامې روغتيا وزارت: د کرونا دويمه څپه خطرناکه ده خو ورته تياری لرو 

روهي (شنبه/۸ د لېندۍ)، د هېواد عامې روغتيا وزارت د کرونا ويروس د دويمې خطرناکې څپې خبرداری ورکوي. روغتياپالان وايي چې که چېرې خلک روغتيايي پاملرنې جدي ونه نيسي، نو دويمه څپه به د لومړۍ په پرتله ډېره خطرناکه وايي. 

روغتيا وزارت وايي چې که څه هم دغه وزارت د کرونا ويروس د دويمې څپې لپاره تياري نېولي دي، خو بيا هم د خلکو له خوا د کرونا جدي نېول په کار دي او ګڼ مېشتو ځايونو کې د ماسک اچول اړين دي. 

د افغانستان روغتيايي مسوولين وړاندوينه کوي چې دا ځل به کرونا ويروس ټول افغانستان کې تر يو لک کسان ککړ کړي او د مړینې شمېر به هم تر ۲۵۰۰ کسانو وي. 

په ډاګه شوې شمېرې ښيي چې تېرو دوه اوونيو کې کرونا ويروس افغانستان کې سل کسان مړه کړي دي، چې ډېره یې کابل او هرات ولايتونو کې دي.