 
        	    
                    
                                    
                    روهي (جمعه/۷ د لېندۍ)، د شخصي او سوداګريزو اړيکو پراخه کارېدونکي موبايل او کمپيوټر آپلېکېشن يانې واټس تازه يو نوې ځانګړنه رامنځ ته کړې ده چې په تېر کې یې کارونکو د جوړېدو هيله درلوده. 
د واټس آپ دغه نوې ځانګړنه په خپله له يو څه وخت وروسته د پيغامونو يانې مېسېجونو پاک کېدل دي. که چېرې دغه نوې ځانګړنه فعاله وي نو د يوې اوونۍ وروسته به واټس آپ نوي پيغامونه په خپله پاکوي. 
د فعالېدو لار یې: 
۱- واټس آپ به خلاص کړئ؛ 
۲- ور پسې به د هغه کس نوم وټاکئ چې غواړي ورسره پيغامونه ولېږئ؛ 
۳-  له مشخص شوي کس سره د Tap Disappearing messages برخه فعاله يا On کړئ. 
۴- هر کله چې CONTINUE ووهئ، نو ستاسې نوي پيغامونه به له یوې اوونۍ وروسته په خپله پاک شي. 
لارښوونې په دې ډول پلې کړئ: 
Open the WhatsApp chat
Tap the contact’s name
Tap Disappearing messages
If prompted, tap CONTINUE
Select On
د یاودنې ده چې دغه ځانګړنې سره انځورنه، وېډيوګانې او سندونه هم که چېرې مو خپل موبايل يا کمپيوټر ته ثبت کړي نه وي، له اوو ورځو وروسته پاکيږي.
                  
 
             
             
								    
                  
                  								 
								    
                  
                  								