پمپيو: ولسمشر ټرمپ نه غواړي د افغانستان په څېر هېوادونو کې چې د امريکا امنيتي ګټې نه خوندي کوي پوځيان ولري 

روهي (جمعه/۷ د لېندۍ)، د امريکا متحدو ايالتو بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو له افغانستانه د امريکايي پوځيانو په وتلو ټېنګار کړی دی. 

پمپيو ويلي دي چې ولسمشر ټرمپ نه غواړي د افغانستان په څېر هغه هېوادونو کې چې د متحدو ايالتو امنيتي او ملي ګټې په کې نه خوندي کيږي، پوځيان وساتي. 

د پميو په وینا ټرمپ نه غواړي سرتېري په داسې ځای کې پاتې شي چې د امریکا امنیت لپاره واقعي ګټه ونلري.