عامې روغتيا وزارت: د کرونا دويمه څپه را روانه ده؛ اغېز به یې څلور برابره وي 

روهي (جمعه/۷ د لېندۍ)، د هېواد عامې روتيا وزارت خبرداری ورکوي، چې د کرونا ويروس دويمه څپه به د تېر په پرتله افغانستان کې ۴ برابره ډېر کسان ونېسي.

عامې روغتيا وزارت ويلي دي چې دا ځل به يو لک کسان په دې ويروس ککړ شي، په داسې حال کې چې تېر ځل نېږدې ۲۵ زره کسان په کرونا ويروس ککړ شوي وو. 

عامې روغتيا وزارت د کرونا ويروس له امله د مړينې اټکلي شمېرې تر ۶۲۰۰ کسان ښوودلي‌دي خو تېر ځل څخه بیا تر نن ۱۷۰۰ تنه افغانستان کې د کرونا ويروس له امله مړه شوي وو. 

د افغانستان عامې روغتيا وزارت له خلکو غوښتي دي چې د خونديتوب لارښوونې پلې کړي او خبرداری ورکوي چې د خلکو د نه پاملرنې په صورت کې به د ويروس کنټرول ستونزمن شي.