ايران: افغانستان اشغال شوی او د سولې روان بهير د امريکا يوه پروژه ده

روهي (جمعه/۷ د لېندۍ)، د ايران د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال سعید خطیبزاده وايي چې امريکا افغانستان اشغال کړی دی او همدا ډول د سولې روان بهير د متحدو ايالتو له خوا يوه پروژه ده چې سيمه او افغانستان کې پر مخ وړل کيږي. 

نوموړي له اريانا نيوز سره په يوې ځانګړې مرکې کې ويلي دي، چې افغانان بايد د امريکا له يرغل خلاص شي او تهران په دې ټېنګار کوي چې امريکايي ځواکونه ژر له افغانستانه ووځي. 

دغه لوړپوړي ايراني ډېپلماټ زياته کړې ده، چې امريکايي ځواکونه دې ژر له افغانستانه ووځي او د افغانستان حکومت او خلک دا وړتيا لري چې خپل هېواد په خپله اداره کړي. 

سعید خطیبزاده د قطر پلازمېنه دوحه کې د سولې خبرو ته هم د شک په سترګه کتلي اوو ويلي دي چې د افغانستان د سولې خبرو تر نوم لاندې روان بهير د امريکا متحدو ايالتو حکومت له خوا په لار اچول شوې يوه پروژه ده.