محبت يعنې څه

د محبت په معنی ډير کم خلک پوهيږي
او ډير کم خلک د محبت په تر سره کولو سره کاميابيږي
کاميابه محبت هغه دئ چي په صدق اوستوار وي 

که څه هم دمحبت اظهار په ظاهري بڼه اسانه خو په حقيقت کې داسې نه ده
محبت زياتو قربانيو او زحمتونو ته ضرورت لري د ريښتينې محبت تر سره کول بايد بدون د کوم امتيازه او بدون د متقابل عمل غوښتلو پواسطه رامنځته شي. ځکه چې د محبت شروع هم د يوه اړخه وي که په محبت کې د ورته اعمالو تمه او توقع وي پس دې ته مونږ محبت نه شو ويلای محبت زياتو ويولو او نارو ته هم اړتيا نلري.
محبت ته په حقيقت کې مونږ يو طرفه احترام هم ويلي شو يعنې که څوګ ستا احترام او درناوي کوي البته پرته له امتيازه دا پخپله محبت دي که محبت په صدق اوستوار وي نو تر ابده پورې يې مسیر بدلون نه مومي خو که محبت ريښتينې ريښي ونه درلودلې نو نه يوازې چې مسير يې لنډ او د زياتو خنډونو به خالې نه وي.
لکه څرنګه چې ناشناس صاحب فرمايي

محبت اول آسانه په نظر راغۍ
په آخر کی می نصیب خون جگر راغۍ
تن زهیر انسان خجل تر هره سیاله شوم
دعشق کښت چی می کاوه دایی ثمر راغۍ
تصور کی د شیرینی نا خبره وم
دفرهاد د تیشې وارۍ می پر سر راغۍ
دلنشین می شو دیار د باڼو گانو خیال
نا ببره می پر زړه وار د د خنجر راغۍ
عاشقی یی زه په هسی رنگ پایماله کړم
چی می وینی هر سړی وایی ابتر راغۍ

محبت که څه هم په ظاهري بڼه کوم حجم او وزن نلری صرف د دوو زړونو تر منځ د يو پل وظيفه پر مخ وړي.

که څه هم محبت کې کوم توپير نشته دنوعيت له اړخه خو محبت د ټولنې د مختلفو دودونو سره توپير کوي او همدارنګه يې اظهارول او پالل هم توپير لري خو په اصل کې يو دي.

د محبت وزن په غوغا او په نمايشي بڼه هيڅ تر اغیزه نشي راتلای محبت د ځانه خپل رنګ وزن بوي او حس لري که غواړي چې ريښتينې محبت مو په برخه شي نو پکې صادقه اوسه ريښتينۍ اوسه او هغه څه چې ژوند طبعيت او چاپيريال ته يې ښکلا ورکړې همدا محبت دي بي محبته ژوند هيڅ معنی نه لري.