الجزيره: نړیوالې ټولنې افغانستان سره د مرستو ژمنې وکړې خو خبرې لري 

روهي (پنځه نۍ/۶ د لېندۍ)، الجزيره د افغانستان پّ اړه د جينوا کنفرانس په اړه خپل يو ځانګړي راپور کې د نړيوالې ټولنې له خوا له افغانستان سره د مرستو لېکلي‌دي. دا ځل نړیوالې ټولنې له افغانستان سره خپلې مرستې په شرطونو مشروطې کړې دي. 

د متحدو ايالتو بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو اته سوه مېلونه مرستې ويلي دي؛ ۳۰۰ مېلېونه یې سږ کال ويلي دي او درې مېلېونه نور مرسته یې د سولې خبرو پرمختګ پوري تړلي بللي دي. پمپيو دوه سوه مېلېونه ډالر نور مرسته هم د سولې خبرو په پار ځانګړې کړې ده.

جرمني ۴۳۰ مېلېونه ډالرو ژمنه کړې ده چې په راتلونکو څلورو کالونو کې به افغانستان ته ورکړل شي. د نړۍ نورو هېوادونو هم د مرستو ژمنې کړې خو د سولې خبرو، فساد ضد مبارزې او بشري حقونو اړوند مسايلو ته یې مشروطې کړې دي. 

هندوستان بيا د نړۍ د هغه هېوادونو له ډلې دی چې افغانستان سره یې د ټولو ډېرې مرستې ويلي دي. هندوستان د درې مېلېارده امريکايي ډالرو ژمنه کړې ده چې ۴ کالونو به یې افغانستان ته ورکړي. پاکستان هم د يو مېلېارد امريکايي ډالرو د ژمنې ويلي دي. 

اروپايي ټولنې د ۱۲۰۰ مېلېونه ډالرو ژمنه کړې خو په شرطونو ولاړه ده چې د ښځو او ماشومانو حقوق بايد افغان دولت خوندي کړي. 

انګلستان ۲۲۷ او فرانسې ۸۸ مېلېونه امريکايي ډالرو ويلي دي. کاناډا د ۲۷۰ مېلېونه کاناډايي ډالرو مرسته ژمنه په څلورو کالونو کې کړې ده. 

د نړۍ د ډېرو هېوادونو ټېنګار دا ځل په دې دی چې افغانستان ته به ژمنه شوې پیسې هغه وخت ورکوي، چې د بشري حقونو، اداري فساد پر وړاندې مبارزه او د سولې بين الافغاني خبرو کې افغان حکومت وړاندې تګ وکړي او لاس ته راوړنې ولري.