د زړه حمله یې د مرګ سبب شو؛ د ارجنټاين هېواد د فوټبال مشهور لوبغاړی ومړ

روهي (پنځه نۍ/۶ د لېندۍ)، د ارجنټاين هېواد د فوټبال مشهور لوبغاړی دیګو مارادونا د ۶۰ کالونو په عمر د زړه حملې له امله ومړ. نوموړی کالونه د ارجنټاين د فوټبال د ملي لوبډلې غړی وو. 

نوموړی د زړه جراحي عمليات هم تر سره کړي وو خو پايله یې ورنه کړه. دا هم ويل شوي دي چې دیګو مارادو د شرابو روږدی وو او ښايي د زړه حملې يو لامل یې د ډېرو شرابو څښاک وي. 

دیګو مارادونا ۱۹۸۶ کال کې د ارجنټاين د فوټبال د ملي لوبډلې کپټان هم وو چې د فوټبال نړيوال جام کې ولوبېدو. دی نه يوازې ارجنټاين بلکې د نړۍ په کچه شهرت درلود. 

نوموړي د خپل هېواد لپاره د فوټبال په څلورو نړيوالو جامونو کې ۳۴ ګولونه وهلي دي چې رېکارډ لرونکی لوبغاړی بللی شوی وو.