کورنيو چارو وزارت: پولیسو تورخم ښارګوټي کې ۲۰ تنه د باج اخیستنې او کمېشن کارۍ په تړاو ونیول 

روهي (پنځه نۍ/۶ د لېندۍ)، د کشف او د جرمونو پر وړاندې د مبارزې ریاست منسوبینو د ننګرهار ولایت په تورخم ښارګوټي کې څو کشفي عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د ګمرک د موظفینو او کمېشن کارانو په ګډون ۲۰ تنه د مالي فساد او له سوداګریزو محمولو د باج اخیستنې په تړاو نیولي او له دې کسانو څخه یو اندازه پیسې هم ترلاسه شوې دي.

د دې کسانو نسبتي دوسیې تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده بنسټ ته سپارل شوې دي.
 
د یادونې ده چې څه وخت وړاندې جلال اباد ښار کې د پاکستان ویزو د وېش پر مهال د ګڼې - ګوڼې له امله له لسو ډېر کسان ووژل شول چې ډېری یې ميرمنې وې.