ولسمشر غني: موږ باید دیجیټلي حکومتولي او دیجیټلي اقتصاد ولرو

روهي (پنځه نۍ/۶ د لېندۍ)، د ارګ په خبرپاڼه کې ويل شوي دي، چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني دافغانستان برېښنا شرکت د فعالیتونو او لاسته راوړنو راپور واورېد. محمداشرف غني نن  ماښام د افغانستان برېښنا شرکت مسوولینو سره په غونډه کې د دغې ادارې د فعالیتونو او لاسته راوړنو راپور واورېد.

په دغه غونډه کې چې په ارګ کې جوړه شوه، په پیل کې د افغانستان برېښنا شرکت رئیس داوود نورزي او د یادې ادارې یو شمېر مسوولینو د تېر کال په پرتله د سږ کال  په عوایدو کې د زیاتوالي، فساد سره د مبارزې، د برېښنا انرژۍ د عرضې او تقاضا، د انرژۍ په برخه کې د پانګونې، د ژمي فصل د پلان، تر کار لاندې پروژو، په چارو کې د شفافیت،  په کابل ښار کې د یو شمېر اصلاحي برنامو د تطبیق، د استخدام او لاسته راوړنو په اړه جمهوررئیس ته معلومات ورکړل او دغه شرکت ته د لازیاتې پاملرنې غوښتونکي شول.

د هیواد جمهوررئیس د یادو ویناوالو د خبرو له اورېدو وروسته د برېښناشرکت د ضایعاتو د کمولو په اړه د جامع پلان هرکلی وکړ وې ویل، دا چې تاسې د برېښنا د ضایعاتو کمولو  لپاره څومره پاملرنې، پانګونې او اصلاحاتو ته اړتیا لرئ، په اړه یې خپل وړاندیزونه راسره شریک کړئ. 

جمهوررئیس غني ټینګار وکړ، غواړم د دیجیټل جوړولو د بېلابېلو ابعادو په اړه یوې پایلې ته ورسېږو، په دې برخه کې مشخص وړاندیزونه وکړئ. 

محمداشرف غني څرګنده کړه، د افغانستان برېښنا شرکت او اترا اداره باید په ګډه په اساسي توګه د برېښنالېږد مزو او نوري فایبر په اړه یوې پایلې ته ورسېږي.  هغه زیاته کړه، موږ باید دیجیټلي حکومتولي او دیجیټلي اقتصاد ولرو.

د هیواد جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای د افغانستان برېښنا شرکت ته لارښوونه و کړه چې خصوصي سکتور سره دې په ګډه  کار وکړي، ترڅو په ژمي کې د کابل ښاریانو او صنعتي پارکونو د برېښنا د کموالي ستونزه په درست ډول تنظیم او حل شي.