د جنیوا غونډه له افغانستان سره د مالي ملاتړ په تړاو پای ته ورسیده او نړیوالې ټولنې دمتقابلو ګټو په پام کې نیولو سره، له افغانستان سره دڅلورو نورو کلونو لپاره د مالي مرستو د پیکیج اعلان وکړ.
نړیوالې مرستې سیروم ته ورته دي، چې یوازې دناروغۍ پرمهال مرسته کولای شي، تر ابده نه شي راتللای، پریمانه اوبه لرو، ځمکه لرو، ځوان او متعهد نسل لرو، تر خاورو او تیږو لاندې دنړۍ تر ټولو سترې خزاني لرو خو هغه څه چې نه لرو د خپلو اقتصادي سرچینو دکارولو لپاره سیاسي اراده، ټیم او فکر دی.
د کیدونکو مرستو د سم مدیریت او داړتیا کمولو لپاره په کار ده چې یو متعهد وطن او او ولس ته ژمن زعامت را میدان ته شي، او دپردیو دمرستو په ځای خپل امکانات په کار واچوو، د بي دریغه فساد مخه ډب کړو او کار اهل کار کسانوته وسپارو.
وروستي