بیګا ماښام مهال دولسمشر اوباما مرستیال جو بایډن پلازمینې کابل ته په یو ناڅاپي سفر راورسید لومړی ېې په افغانستان کې دامریکايي او ناټو ځواکونو له عمومي قومندان جنرال پټریوس او سفیر ایکنبري سره ولیدل .
دسپنې ماڼۍ خبرپاڼه وايي : ددې لیدنې ار موخه داده ،چې بایډن په افغان کې دانتقال پروسه وارزوي او له افغانستان خپلې ژمنې کره کړي پردې سربېره مرستیال ولسمشر به له امریکايي ځواکونو سره لیدنه ولري او دملی اردو له یو روزنیز کمپ څخه به هم لیدنه وکړي .
نن 12:00 بجې له ولسمشر کرزي سره وګوري بیا دواړه وروسته یوه خبري ناسته ولري دا افغانستان ته دجوبایډن دویم سفر دی .
دیادونې ده ،چې مرستیال ولسمشر له خپل افغان همکار حامد کرزي سره ښه اړیکې نه لري .
وروستي