د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالي ته (نه) وايي؛ د لغمان ښځو خپل غږ پورته کړی

روهي (څلورنۍ/۵ د لېندۍ)، لغمان کې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالي ته (نه) وايي، ترڅو يوه سوکاله کورنۍ او سوله ييز افغانستان ولرو ترنامه لاندې ۱۶ ورځنی کمپاين پيل شوو.

په همدې موخه نن چهارشنبه د ليندۍ پر ۵ نېټه د ښځو چارو په رياست کې غونډه ترسره شوه، چې پرمهال يې د ولايت مقام د سکتوري او تخنيکي خدمتونو رئيس محمد حنيف هاشمي سربېره، د ښځو چارو رئيسه نسيمه شفيق سادات، د مشارکت دفتر ولايتي مسوول خالد سباوون، د يو شمېر بېلابېلو ادارو مسوولينو، د مرکز په ګډون د ځينو ولسواليو مېرمنو ګډون کړی وو.

لومړی د ښځو چاور رئيسې نسيمې شفيق سادات د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ له دوی مننه وکړه، چې په ننۍ غونډه کې ګډون وکړ.

هغې وويل ننۍ غونډه د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالي ته (نه) ووايي، ترڅو يوه سوکاله کورنۍ او سوله ييز افغانستان ولرو ترنامه لاندې ۱۶ ورځني کمپاين ته ځانګړې شوې او زياته يې کړه، چې دا کمپاين به ولسواليو ته هم وغزوي.

نوموړې وويل د دې کمپاين څخه يې موخه دا ده، چې په مرکز او ولسواليو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي کچه راکمه شي او مېرمنو ته د هغوی حقوق د اسلامي شريعت او قانون په چوکاټ کې ورکړل شي.

ورپسې په لغمان کې د مشارکت ولايتي مسوول خالد سباوون د ياد دفتر د فعاليتونو او کارونو په اړه هر اړخيزه معلومات د غونډې له ګډونوالو سره شريک کړل.

نوموړي وويل د ښځو د پياوړتيا او مشارکت دفتر عملاً په ۲۸ ولايتونو کې ۷ بېلابېلې مهمې برخې تر کار لاندې لري، چې يوه يې د ښځو پر واندې د تاوتريخوالي د کچې کمول دي.

په ورته مهال د ولايت مقام د سکتوري او تخنيکي خدمتونو رئيس محمد حنيف هاشمي د غونډې له جوړونکو او تنظيموونکو څخه مننه وکړه، چې د تاوتريخوالي د کمولو په موخه په مرکز او ولسواليو کې ۱۶ ورځنی کمپاين پيلوي.

نوموړي وويل ښځې د ټولنې د اصلاح کولو مهم مسووليت په غاړه لري او زياته يې کړه، چې همدا مېرمنې دي، چې خپل اولادونو ته سالمه روزنه او تربيه ورکوي ترڅو ټولنه سالمه او روغه پاتې شي. 

هغه داسې کمپاينونه مهم ياد کړل او زياته يې کړه، چې د داسې پروګرامونو په ترسره کېدو سره به په لغمان ولايت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي کچه لا راکمه شي.

په ياده غونډه کې د يو شمېر بېلابېلو ادارو مسوولينو هم خبرې وکړې او د ښځو د حقوقو او ارزښت په اړه هر اړخيزه معلومات د غونډې له ګډونوالو سره شريکې کړې.