له سعودي وروسته بحرين؛ د اسرايئلو لومړی وزير  بنيامن نتنياهو په سفر ورځي 

روهي (څلورنۍ/۵ د لېندۍ)، ټاکل شوې ده چې د اسرائيلو لومړی وزير بنيامن نتنياهو په يو رسمي سفر بحرين اسلامي هېواد ته لاړ شي. نوموړی له دې وړاندې سعودی عربستان ته تللی خو سفر یې په رسمي بڼه رسنيز نه شو. 

د اسرائيلو لومړي وزير ويلي دي چې دغه سفر د بحرين حکومت په رسمي بلنه کوي. ده رسنيو ته ويلي دي، "موږ واړه لیواله یو چې په دومره لنډ وخت کې خپلو خلکو او هیوادونو ته د سولې هیلې راوړو. له همدې امله هغه (آل خلیفه) ما څخه غوښتي دي چې ډیر ژر به بحرین ته د رسمي لیدنې لپاره ورشم او زه به دا په خوښۍ سره منم."

د امريکا متحدو يالتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په هڅو اسرائيل له سعودي عربستان، عربي متحده اماراتو او بحرين سره نېږدې شوي دي په داسې حال کې چې د اسرائيلو او فلسطين ترمنځ ستونزه پر ځای پاتې ده.