د کندهار د ننني بريد په اړه وروستي مالومات 

روهي (څلورنۍ/۵ د لېندۍ)، نن له غرمې وړاندې د کندهار ولايت کې موټربم بريد شوی دی، چې تلفات یې رامنځ کړي دي. پېښه د کندهار په عينو مېنه کې شوې ده. 

ځايي مسوولينو د پېښې پخلی کړی دی او ويلي‌دي چې پېښه کې ۶ پوليس هم ټپيان شوي دي. د مړينې او ولسي وګړو د تلفاتو په اړه مالومات نه دي ورکړل شوي. 

د طالبانو په شمول کومې بلې ډلې د دغه برید مسوولیت تر اوسه نه دی منی.