روهي (څلور نۍ/۵ د چنګاښ)، افغانستان کې د المان ماموريت په يوې خبرپاڼې کې ويلي دي، چې له شمال - ختيځ کندز ولايت یې خپل پوځيان بهر کړي دي.
خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې له کندزه د الماني ځواکونو بهر کېدل افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د کمېدو پرېکړه پوري تړاو نه لري، بلکې تېر کال له ناټو سره په دې اړه پرېکړه شوې وه.
جرمني کندز کې ۱۰۰ پوځيان لري چې په يوې لویې پوځي اډې کې ځای پر ځای شوي دي. اوس دغه پوځيان د بهر کېدو په حال کې دي.
د ياودنې ده چې امريکا هم اعلان کړی دی چې افغانستان او عراق کې به د خپلو پوځيانو شمېر تر ۲۵۰۰ را کم کړي.
وروستي