صالح د ولسي جرګې وکيلانو ته: له څه وېره لرئ؟

روهي (درې نۍ/۴ د لېندۍ)، د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح د ولسي جرګې د يو شمېر وکيلانو نيوکو ته پر خپلې فېسبوک پاڼې ځوابونه او پوښتنې لېکلي دي. 

صالح لېکلي دي چې د ملي شورا يانې ولسي او مشرانو جرګې غړو ته درناوی لري خو ياد درناوی له قانون وړاندې او پورته نه دی. 

د ولسمشر لومړي مرستيال لېکلي دي چې د ولسي جرګې غړي د ملايکو له جنسه نه دي او نه هم بايد دا ادعا ولري او هغه وکيلان چې پاک دي زمونږ سره همغږي دي. 

له اوسني وضعيته د افغانستان وتلو لپاره يو بنسټز تغير ته اړتيا ده چې د امنيتي ميثاق پروګرام د هغې له ډلې يو دی. 

صالح په اخير کې پر وکيلانو غږ کړی دی چې د دومره چيغو پر ځای غوره ده چې يو ځل د امنيتي ميثاق پروګرام ولوستل شي، وېره مو له څه ده؟