
روهي (درې نۍ/۴ د لیندۍ)، په قطر کې د سولې خبرو له دوام سره د افغان ښځو لخوا په وار وار د دوی د حق او په دې برخه کې د دوی رول په اړه اندېښنې راپورته شوې چې پکتیاوالو ښځو له افغان حکومت غوښتې چې په دې بهیر کې د د سمبولیک ګډون پر ځای د تصمیم نیونې رول ورکړل شي.
پکتیاوالو میرمنو په ورته مهال له طالبانو هم غوښتې چې د نړۍ د نورو اسلامي هېوادونو په څېر دې دوی هم افغان ښځو ته د کار او زده کړو په حق ورکولو کې خنډ نه جوړوي.
پکتیاوالو میرمنو پرون دوو شنبه په ګردیز ښار کې د سولې د بین الافغاني خبرو د ملاتړ او دایمي اوربند د غوښتنې په پار د جوړې شوې غوندې په دوام یادې څرګندونې کړي.