عمران خان افغان کریکټ لوبډلې ته پاکستان د سفر بلنه ورکړي

روهي( درې نۍ/ ۴ د لیندۍ)، د پاکستان د کرکټ بورډ اجرايه رئیس ویلې، چې د دغه هېواد لومړي وزیر عمران خان افغانستان ته له سفر وروسته افغان کریکټ ملي لوبډلې ته د پاکستان د سفر بلنه ورکړې ده.

د پاکستان کریکټ بورډ اجرایه رئیس وسیم خان زیاته کړې، چې د افغانستان له کرکټ بورډ سره به ژر اړیکه ونیسي چې پاکستان ته د افغان لوبډلې د سفر پر امکاناتو ورسره خبرې وکړي.

نوموړي همدا راز ویلي چې د دواړو هېوادونو کرکټ بورډونه به په ګډه د کرکټ سیالۍ تنظیم کړي.
د پاکستان صدراعظم تېره اوونۍ د افغانستان د ولسمشر اشرف غني په بلنه کابل ته راغی او دلته یې افغان کریکټ ملي لوبډلې له لوبغاړو سره هم وکتل.