امنیتي چارواکي: طالبان په جګړه کې له بې پیلوټه الوتکو ګټه اخلي

روهي(درې نۍ/ ۴ د لیندۍ)، د افغانستان د ملي امنیت د ادارې رييس وايي، وسله والو طالبانو په وروستیو بریدونو کې له کوچنیو بې پېلوټه الوتکو پر حکومتي ځواکونو د بم غورځولو لپاره کار اخیستی دی.

د افغانستان د ملي امنیت ريیس احمد ضیا سراج پرون د دوشنبې په ورځ د افغانستان ولسي جرګې ته د طالبانو له لوري په جګړه کې د نویو لارو د کارولو په اړه په خپلو څرکندونو کې ویلي: "هغه بې پېلوټه الوتکې چې دوی یعنې طالبان یې کاروي په ازاد بازار کې موندل کېږي، دا بې پېلوټه الوتکې اساساً د عکاسۍ لپاره دي چې کامرې لري."

د نوموړي په خبره چې د افغانستان د ملي امنیت ریاست غواړي چې هېواد ته د دې وسیلې، چې ډېر خوښونکي لري، د واردېدو مخه ونیسي.
د راپورونو له مخې، د اکتوبر په وروستیو کې طالبانو د کندوز د ولایت پر مقام د حملې لپاره له بې پېلوټه الوتکې کار واخیست.

سراج د کندوز په حمله کې له ډرون څخه د کار اخیستو راپور تایید نه کړ، خو دا یې ومنله چې طالبانو له بې پېلوټه الوتکو څخه په کندوز او پکتیا کې کار اخیستی دی.

دا په داسې حال کې ده چې وروستیو اونیو کې د سولې له خبرو د دوام سره یو ځای جګړې زور اخیستی او داسې راپورنه ورکول کیږي چې طالبان اوس په جګړه کې د افغان ځواکونو په خلاف له بې پیلوټه الوتکو ګټه اخلي.