ملګرو ملتونو یو ځل بیا په افغانستان کې د اوربند غوښتنه کړې

روهي ( درې نۍ/ ۴ د لیندۍ)، ملګرو ملتونو په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي د ژر تر ژره کمېدو غوښتنه کړې ده. 

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازې او د یونما مشرې دیبورا لاینز د بهرنیو چارو له وزیر حنیف اتمر سره د جنیوا کنفرانس په څنډه کې لیدلي دي، دیبورا په دې لیدنه کې ویلي چې ملګري ملتونه په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر زیاتېدونکې کچه اندېښنه ښيي. 

د نوموړې په وینا د یوه هر اړخیز اوربند د رامنځ ته کولو لپاره سخته اړتیا ده، هغې پر افغان حکومت او طالبانو غږ کړی چې ژر تر ژره دې پر یوه اوربند هوکړې ته سره ورسېږي. 

ملګرو ملتونو همدا راز له افغانستان سره د دوامدارې همکارۍ ډاډ ورکړی او تمه یې څرګنده کړې چې د سولې روانې هڅې ژر تر ژره یوې پایلې ته ورسېږي.