هلمند کې د زعفرانو را ټولولو لړۍ پیل شوه

روهي (درې نۍ/ ۴ د لیندۍ)، د هلمند ولايت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ريس زلمى الکو وايې، چې د هلمند د کرني، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې د زعفرانو د کرکېلي د دود ولو په پار  ۱۲ ننداریزې قطعې جوړې کړي دي، چې مخکې یادو بزګرانو ته د زعفرانو پیاز او د زعفرانو د کرکېلي اړونده توکي هم وېشل شوي دي.

الکو زياتوي، چې دا مهال د یادو ننداریزو قطعو څخه د زعفرانو حاصلاتو راټولولو لړﺉ پیل شوې ده، دى وايې د دغو ننداریزو قطعو موخه په دې ولایت کې د زعفرانو د کرکېلي دودول او له دې لارې د بزګرانو د عوایدو زیاتول دي. 

د هلمند ولایت اقلیم د زعفرانو کرکېلي لپاره مناسب دی او هیله لرو چې په دې ولایت کې د زعفرانو کرکېله پراخه شي.
د يادوني وړ ده چې څو ورځي وړاندي ياد رياست د املوک او کيلې حصلات هم راټول کړه چې هلمند کې يې کر کيلي ښه نتيجه ورکړې ده.