د امریکا ټاکل شوې ولسمشر د خپلې کابینې ځيني غړي اعلان کړي

روهي (درې نۍ/ ۴ د لیندۍ)، د راپورنو پر بنسټ د امریکا منتخب ولسمشر جو بایډن د خپلې کابینې ځينې غړي اعلان کړي دي. 

د بایډن د ټاکنیز ټیم پر رسمي پاڼه په خپرو شوو معلوماتو کې راغلي چې د جو بایډن ټاکنیز ټیم انټوني بلنکین د بهرنیو چارو د وزیر په توګه، الجاندرو مایورکاس دداخلي امنیت د وزیر په توګه، لینډا توماس په ملګرو ملتونو کې د امریکا ددایمي استازې په توګه، جک سولیوان د ملي امنیت د سلاکار په توګه او دغه راز د اوباما د واکمنۍ پر مهال د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د اقلیم په برخه کې د ولسمشر د ځانګړي استازي په توګه ګومارل شوي دي.

د یادونې وړ ده چې جوبایډن د امریکا په وروستیو ټاکنو کې ډونالډ ټرمپ ته ماتې ورکړه او د امریکا په تاریخ کې ۴۶ ولسمشر وټاکل شو خو ټرمپ تازه په خپلو څرګندونو کې ویلې چې تر هغه د جوبایډن بریا څرګنده نه ده ترڅو چې یوې فدرالي ادارې د هغه د بریا څرګند اعلان نه وي کړی.