خدای دي مل شه!

بدلون د لټون او پرمختګ نوم دی، هر کس، هره ټولنه، هر هیواد بلاخره هره طبقه غواړي چې ښه، خوشحاله او ارامه ژوند وکړي.
ایا د خوشحاله ژوند په معنا پوهېږئ؟
ایا په ژوند کې د خپل ځان جوړښت رول لري؟
ایا پردی پرتوګ اغوستل نفرتونه زېږوي؟
 
انسان اجتماعي راټوکېدونکی ژوی دی، تل لټون کوي، چې ځان خوښ خوشحاله او په نورو ؤمني، ځان منل بیا ډېرې طريقې لري چې ځينې یې مستعارې دي، فرهنګونه، نسلونه او دینونه سوځوي او خرابوي يې.
 
ويل شوي دي چې کله ناصرالدین شاه قاجار د اروپا له اوږده سفر ايران ته ستون شو، خپل صدراعظم ته يې وويل موږ به هیڅ وخت فيرنګیانو ته ونه رسېږو، نو کوښښ کوه چې څو پورې زه ژوندی وم ملک دې همداسې کرار پاتې وي.
 
ناصرالدین شاه چې کابو یوه نیمه پېړۍ یې سلطنت وکړ په دې پوهېده چې د اروپایانو په څېر اصلاحات لازم دي، خو وېرېده او دا ویره په هماغه وخت کې افغان پاچاهانو امیر شېرعلي خان او امير دوست محمد خان هم له اروپايي تمدن څخه لرله، چې هسې نه پردی فرهنګ ګډوډي رامنځته کړي.
 
پردی فرهنګ کينه پارونکی او ارزښت نه لرونکی دی، حقیقت کې مشکل جوړوي او هم دې ته زمينه مساعدوي چې دښمن هيوادونه دې لاسوهنه وکړي، یو اصل چې د ځان جوړښت دی اوسني ځونان پر همدې ډېر ټینګار کوي، موږ همېش غوښتي چې له مُوډرنې نړۍ سره ځان عیار کړو، البته دا حق هر وګړی لري.
 
که چېرې انسانان د رسولانو او صحاباوو ژوند ته کتنه وکړي نو معلومېږي چې په هغه وخت کې د سوارلۍ لپاره اسان، اوښان، پلی تګ او په بهرونو کې عادي بېړۍ موجودې وې، خو د وخت په تېرېدو سره هر څه د تقاضا یا غوښتنو مطابق ځان عیار کړ.
 
همدغه مطابقتونه وو چې نړۍ يې ورغوي ته راوسته، خو بدبختانه کوم کارونه، فعالیتونه، کړنې، درسونه او... چې کفارو وړاندې کړل/وکړل یا یې له شته تغیراتو ښه ګټه پورته کړه، مسلمانانو د هغو ۱۰٪ هم پورته نشوه کړای، مسلمانان يې په نامشروع اړيکو، بیځایه ځان جوړونه چې د ښځې او نر تفکیک نشي کېدای جوړ کړل.
 
زموږ یې هغه فرهنګي او اسلام بډاينې له خاورو سره خاورې ګړې چې د نړۍ ټولوامپراطورانو دغه کرښې نه کراس کولې، خومتاسفانه څو بې ځایه، بې فرهنګه، بې ژبې او بې کوره انجونې هلکان پیدا شول او اوس دغه سرچپه پرتوګ اغوندي.
 
په یاد مو وي هغه ډله چې ددې کسانو ملاتړ په مستقیم اوغیرمستقیم ډول کوي ډیر ژر به پښیمانه شي، موږغواړو چې ځان عصري او متمدنه کړو خو د خپلو شتمنیو اړوند.
که د حمزه شینواري په دې بیت کې راټوله کړو چې
چې دنیا د اب وګل ته انسان راغی
مینه راغله، فتنه راغله طوفان راغی
 
دلته هغه ډله چې د بل نقل، تقلید او پیښې کوي ښه نه کوي او دوی ځان ته د روشن فکرانو، ماډرنستانو او متمدنو لفظونه کاروي، اصلاً دوی فتنه زېږونکي او پروژيي خلک دي.
 
دوی د بل خور، مور او لور لپاره لپنګۍ
 وهي، او خپلې په کور ناستې، په درانه لباس او فت کې غواړي.
نو موږ ته خپل فرهنګ عنعنات، رُسوم، او بډاینې ارزښت لري ځکه چې زموږ فکر دوی را جوړ دی او نوی توب هم غواړي، پردي راوړيه خدای دي مل شه!