روهي (دوه نۍ/ ۳ د لیندۍ)، د راپورنو له مخې، وی کیږي چې سبا د امریکا منتخب جمهور رئیس جوبایډن د خپلې کابینې یو شمېر وزیران اعلان کړي.
دا خبره پرون د بایډن ستر سلاکار ران کلین اې بي سي ټلوېزیون ته کړې، خو د کاندید وزیرانو نومونه یې نه دي اخیستې.
روېټرز خبري اژانس هم بایډن ته د ځینو نږدي کسانو په حواله ویلي چې ښايي په همدې اوونۍ کې د بهرنیو چارو نوماند وزیر معرفي کړي.
د سرچینو په وینا چې د امریکا د ملي امنیت پخوانۍ سلاکاره سوزان رایس او یو بل با تجربه ډیپلوماټ انتوني بلینکن تر نورو زیات د بهرنیو چارو د وزارت چانس لري.
وروستي