ننګرهار کې ۱۵۰ کیلو ګرامه نشه يي توکي نیول شوې دي

روهي (دوه نۍ/ ۳ د لیندۍ)، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت نن په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلې، چې د ځواکونو یې  د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې ۱۵۰ کیلو ګرامه نشه يي توکي نیولي.

په خبرپاڼه کې راغلې، چې "د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې ځانګړو ځواکونو د ملي پولیسو له ځانګړو ځواکونو سره یو ځای په ننګرهار ولایت کې د نشه يي توکو ضد دوه جلا عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې په اچین  او غني خېلو ولسوالیو کې په یوه استوګنیز کور کې ۸۰ کیلوګرامه "چرس" او همدارنګه په غني خېلو ولسوالۍ کې هم ۷۰ کیلوګرامه "چرس، ښيښه او تریاک" کشف او ترلاسه کړي دي".

وزارت زیاتوي، چې د غني خېلو ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د نشه يي توکو د ساتنې د قضیې په تړاو یو کس د پیکا له ۳۳ ډزه ګولیو سره نیول شوی دی