پکتیا کې د پیازو او کچالو ۸۱ زېرمتونونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

روهي ( دوه نۍ/ ۳ د لیندۍ )، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي، چې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د طرحې په اډانه کې او د دې وزارت د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا پروژې له لارې یې د پکتیا په ولایت کې د پیازو او کچالو ۸۱ زېرمتونونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل. 

د کرنې وزارت وايي، چې دغه زېرمتونونه ۴۱ یې د پیازو ساتنې او ۴۰ نور یې د کچالو ساتنې لپاره جوړ شوي دي چې ترې برخمن شوي بزګران اوس د کال څه باندې ۵۰۰ ټنه پیاز او کچالو چې د دوی له مصرف او پلور څخه زیاتیږي کولا شي، چې په دغو زېرمتونونو کې یې زېرمه کړي.

ددغو زېرمتونونو رغنیزې چارې د کرنې وزارت د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا پروژې  (HVCDSP)له خوا پرمخ وړل کېدل، چې ټولیز لګښت ۴۴ میلیونه او ۸۰۶ زره او ۴۱۸ افغانۍ دی، چې ۸۰ سلنه یې د کرنې وزارت او ۲۰ سلنه نور یې برخمن شويو بزګرانو ورکړی.

وزارت زیاتوي، چې یاد زېرمتونونه هر یو یې د ۱۲ مټریک ټنه پیاز او کچالو د ساتنې وړتیا لري او په ټولیزه توګه له دغو زېرمتونونو څخه په استفادې سره د پکتیا بزګران کولای شي، چې د کال نږدې ۴۹۲ مټریک ټنه پیاز او ۴۸۰ مټریک ټڼه کچالو زېرمه او په مناسب وخت کې یې بازار ته وړاندې کړي.

تېر کال د پکتیا ولایت په ۹۵۰ هکټاره ځمکه کې کچالو او ۷۳۰ هکټآره ځمکه کې پیاز کرل شوي و، چې له دغو کروندو څخه نږدې ۱۵ زره او ۵۸۰ مټریک ټنه کچالو او ۱۰ زره او ۹۵۰ مټریک ټنه پياز تر لاسه شوي دي.