د يوه شکمن پاکټ له امله د واشنګټن مترو څو ساعته وتړل شوه

پرون دواشنګټن پوليسو د يوه شکمن پاکټ يا بکس له امله د (ايسټرن مارکېټ) په نامه د مترو يو تم ځای د څو ساعتونو لپاره وتړلو. پوليسو لومړی تم ځای تخليه کړو او هرڅوک چې له تمځايه راوتل ، تلاشي کول يې، او وروسته يې ټول تمځای وپلټلو. پوليسو د شکمن پاکټ يا بکس په اړه توضيحات نه دي ورکړي.
د يادونې وړ ده چې په وروستيو ورځو کې په امريکاکې د ترهګرۍ پېښې زياتې شوي ، چې تېره اونۍ په واشنګټن کې يوه چاودنه او د اريزونا دکانګرس پر غړې بريد يې بېلګې دي.