ننګرهار کې د سبو او مېوو د پروسس په برخه کې ۱۰۰ مېرمنې روزل شوې


روهي ( دوه نۍ/ ۳ د لیندۍ)، د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وايي، چې د کرنې وزارت له دویم ملي لومړیتوب څخه د ملاتړ برنامې په همکارۍ ددې ولایت ۱۰۰ مېرمنې د سبو او مېوو د پروسس او بسته بندی په برخه کې روزلې دي.

د کرنې ریاست چارواکو په وینا، چې یادو مېرمنو ته د سبو او مېوو د پروسس او بسته بندی په برخه کې عملي او نظري روزنه ورکړل شوې ده، ترڅو مېوې او سابه پروسس او له دې لارې د خپلو کورنیو مالي ملاتړ کوونکې شي.

د ننګرهار دکرنې ریاست چارواکي زیاتوي، چې ددې پروګرام موخه یې مېرمنو ته په کور د ننه د کار زمینه برابرول، د کرنیزو محصولاتو ارزښت لوړل او په ټوله کې د بېوزله کورنیو اقتصادي ودې ته زمینه برابرول دي.