احمد ولي هوتک وايي چې راتلونکي سیالي به یې په کابل کې ترسره شي

روهي ( دوه نۍ/ ۳ د لیندۍ)، د افغانستان د ازادو سیالیو لوبغاړی احمد ولي هوتک وايي چې د خپلو په سیالیو په دوام به خپله راتلونکي سیالي د افغانستان د ننه ترسره کړي.
 
د هوتک په وینا چې د فرانسې او برازیل څخه یې په وړاندې دوه لوبغاړي ددې سیالۍ په موخه ور وړاندې شوې چې له ډلې به یې یو کس ددې لپاره وټاکي ترڅو د افغانستان د ننه ورسره سیالي ترسره کړي. 

هوتک په همدې موخه ویلې چې "په هغه شپه چې زما سیالۍ وي، غواړم د خپلو هېوادوالو په شونډو موسکا وي."
نوموړی زیاتوي، چې دا ځل به د کابل په زړه کې له اروپايي سيال سره مخ کېږم او له تېرو دوه میاشتو راهیسې د دې لوبې لپاره تیاری نیسي او غواړي راتلونکې هم ورته ځان چمتو کړي.

احمد ولي هوتک پرون په کابل کې د ازادو سیالیو سازمان یا TGFC سره د دې سیالۍ تړون هم لاسلیک کړ او ټاکل شوې چې د فبرورۍ په یولسمه په یوه معیاري رینګ کې ترسره شي او هوتک وايي چې ددې سیالۍ یو څه عاید په هغو خلکو وویشي چې په ژمې سرپنا نه لري.