د بلاروس حکومت نږدې ۲۰۰ سوه لاریون کوونکي زندان ته اچولې دي

روهي (دوه نۍ/ ۳ د لیندۍ)، په بلاروس کې  د بشري حقونو د څار بنسټ په دې هېواد کې د حکومت لخوا په مېنسک ښار کې  د ۲۰۰ سوه لاریون کوونکو د نیول کیدو خبر ورکوي.

په بلاروس کې د وروستیو لاریونونو پرمهال له څو نورو ښارونو هم چې لاریونونه پکې روان دي د لاریون کوونکو د نیول کیدو خبرونه ورکړل شوې دي.

خلک په دې هېواد کې  د ولسمشر الکساندر لوکاشینکا پر خلاف لاریونونه کوي خو د حکومتي ځواکونو لخوا نیول کیږي؛ پرون د الکساندر لوکاشینکا پر خلاف خلکو د راپورته شویو لاریونونو ۱۰۶مه ورځ وه.

په بلاروس کې د اګسټ له نهمې لوکاشینکا پر خلاف چې په دې هېواد کې د ولسمشرۍ ټاکنو ګټونکی اعلان شوی د بلاروس ګڼ اوسېدونکي او مخالف ګوندونه لاریونونه کوي او له واک د هغه د استعفا غوښتنه کوي.