د افغانستان ۲۰۲۰ کال جینوا کنفرانس نن په سویس کې پیلیږي

روهي ( دوه نۍ/ ۳ د لیندۍ)، د افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د څلورو راتلونکو کالونو لپاره د مرستو د دوام په موخه د جینوا کنفرانس نن د افغانستان د مالیې وزیر عبدالهادي ارغندیوال په مشرۍ پیلیږي.

د افغانستان ۲۰۲۰ کنفرانس د افغانستان، فنلند او ملګرو ملتونو له‌خوا جوړ شوی چې په‌کې د نږدې ۱۰۰ دولتونو او سازمانونو استازي ګډون کوي.
تمه کېږي چې نړیواله ټولنه د افغانستان له حکومت سره د راتلونکو څلورو کلونو په مخه د میلیارډونو ډالرو نوې مرستې ژمنې وکړي.

د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي ددې کنفرانس په اړه په یوه وېډیويي پيغام کې ویلي چې افغان حکومت له نړیوالې ټولنې سره یو څلور کلن پروګرام شریکوي او تمه لري چې همکاري ورسره وشي.

صدیقي زیاتوي: "د افغانستان اسلامي جمهوریت به د پایداره سولې، غذايي خوندیتوب، بې‌وزلۍ سره مبارزې، دولتي بنسټونو ځان بسیاینې، پر عایداتي منابعو پانګونه او کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د راتلونکو څلورو کلونو لپاره خپل اهداف له نړیوالې ټولنې سره شریک کړي. انتظار لرو چې نړیواله ټولنه زموږ د اهدافو او برنامو د تحقق لپاره دا فغانستان دولت او ملت سره همکاري وکړي."

د جنیوا کنفرانس د ترسره کوونکې ډلې د پلان له مخې تمه ده د کنفرانس لومړۍ ورځ په ځايي وخت د سهار په نهو لسو بجو چې د افغانستان یوه نیمه بجه کېږي پیل شي.
چېپه لومړۍ ورځ به د پایداره سولې جوړونې، له فساد سره د مبارزې په برخه کې د ټولنیزو او بنسټیزو تګلارو او اقتصادي لومړیتوبونو او د مرستو په اغېزمنتیاوو بحثونه وشي.

په دوهمه ورځ به چې سهار په نهو بجو پيلېږي افغان ولسمشر اشرف غني او د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش له مهمو ویناوالو څخه وي.
د افغانستان په تړاو د جینوا کنفرانس په اړه د امریکا متحده ایالتو په ګډون ملګرو ملتونو او فنلند له وړاندې تمه ښودلې چې دا کنفرانس به د افغانستان لپاره د راتلونکو څلورو کالونو لپاره د مرستو د راجلبولو په برخه کې مهم اقدام وي.