چين په 2010 کې د نړۍ تر ټولو لوی صادروونکی هېواد و

دچين ګمرک په رسمي توګه اعلان کړی، چې تېرعيسوي کال د چين صادرات 31٪ زيات شوي او 1580 ميليارد ډالرو ته رسېدلي. په دې توګه چين د دوهم پرله پسې کال لپاره دنړۍ تر ټولو لوی صادروونکی هېواد پاتې شو. شنونکي وايي، چې د اسيا له سويل ختيځو هېوادونو او له يو شمېر نويو پرمختلونکو هېوادونو سره د چين د سوداګرۍ پراخېدل او د يوان ټيټه بيه د چين له صادراتو سره ډېره مرسته کړی ده.