ننګرهار کې د خرماوو بڼونو دودولو هڅې؛ په ۱۸۰ جریبه ځمکه کې د خرماوو لس زره نیالګي اېښودل کیږي

روهي (یوه نۍ/ ۲د لیندۍ)، د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست وايي، چې په دې ولایت کې د خرماو بڼونه او حاصلات کال تر بلې زياتيږي او یاد ریاست هلې ځلې کوي، چې په دې ولایت کې د خرماوو معیاري بڼونه جوړ کړي. 

ددې هلو ځلو په دوام دا ځل ددې ولایت په ۱۸۰ جریبه ځمکه کې د خرماوو لس زره نیالګي اېښودل کیږي.

د ننګرهار د کرنې ریاست چارواکي وايي، چې ننګرهار د ډېرو مېوو لپاره خورا ښه او مناسب اقلیم لری، چې د خرماو ونې هم په کې ښه وده کوي. ننګرهار کې د خرماوو لسګونه جريبه بڼونه جوړ شوي، چې ډېری يې ددې ولايت د ګوشتې او سرخ رود په ولسواليو کې دي. 

 د ننګرهار د کرنې ریاست وايي، چې په دې ولایت کې د خرماوو ټولټال ۳۵۱ جريبه بڼونه جوړيږي، چي ۱۸۰ جريبه يې د وادي کرنیز شرکت له لوري جوړ شي؛ د ریاست په وینا چې که په دې ولايت د خرماو بڼونو جوړولو ته د خلکو لېوالتيا او د کرنې رياست هلې ځلې همداسې روانې وي لرې نه ده، چې ياد ولايت د خرماوو د تولید په برخه کې پر ځان بسيا شي.

خرما تر ډېره په ګرمو سیمو کې وده کوي چې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د کرنې وزارت له خوا په ازمایښتي ډول د خرما بڼونه جوړې شوي دي.
هلمند، فراه، کندهار، لغمان او ننګرهار د خرماووپالنې لپاره مناسب اقلیم لري؛ چې ننګرهار په ټوله کې حاصل خیزه سیمه ده چې د نارنج له ونو تر زیتونو هغو په کې ښه پایله ورکړې.