ارزګان کې سږکال ۶۱۰ ټنه زېره توليد شوې ده

 روهي (یوه نۍ/ ۲ دلیندۍ)، د ارزګان د کرنې رياست چارواکو په دې ولايت کې د څه باندې ۶۰۰ ټنه زېره د توليد خبر ورکوي. 

د ارزګان دکرنې رييس احمد شاه خيري وايي، "په دې ولايت کې سږکال ۶۱۰ ټنه زيره توليد شوې ده، په ټوله کې له دې ډلې څڅه ۵۷۳ ټنه یې توره زېره او ۸۰ ټنه یې سپينه زېره ده."
خيري په ارزګان کې د زېرې د پېر او پلور په هکله وايي، چې زېره ښه کورنۍ او بهرنی مارکېټ لري، د نوموړي په وینا، چې د زېرې کورنۍ بازار د کندهار او غزني ولايتونه دي او د يادو دوو ولايتونو له لارې د هند او پاکستان هېوادونو ته صادريږي. 

د کرنې رییس وايي، چې زېره کيلو په ۳۰۰ افغانۍ خرڅيږي؛ چې د ارزګان ولايت په کچه په ۵۴۷ هکټاره ځمکه کې دا بوټی کرل کيږي؛ چې له دې ډلې په ۴۹۹ هکټار کې يې توره زېره او ۴۸ هکټار کې يې سپينه زېره کرل کيږي.
ارزګان دهغو ولايتونو په ډله کې ده، چې د زېرې کرکېلي لپاره مناسب اقليم لري او ددې ولايت په ټولو ولسواليو کې زېره کرل کيږي.