امریکا کې د ۷۳ وسله والو پېښو پرمهال ۳۵ کسان وژل شوې دي

روهي (یوه نۍ/ ۲ د لیندۍ)، له امریکا وروستي راپورنه وايي، چې د بېلابېلو بریدونو پرمهال په دغه هېواد کې د ډزو پر مهال ۳۵ کسان وژل شوي دي. 
 
د امریکا د وسله وال تاوتریخوالي ثبت مرکز په وینا، چې  په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ددې هېواد په فلوریډا، واشنګټن، اریزونا، ایلینوې، مریلنډ او تنسي کې ۷۳ وسله والې پېښې ثبت شوې دي چې له امله یې ۳۵ کسان وژل شوي او ۵۳ نور ټپیان شوي دي.  
 
ددې ادارې د معلوماتو په اساس، چې که څه هم څه موده وړاندې د بشري حقونو ښاري ډلو له حکومت څخه په ازاد بازار کې د وسلو د پلور مخنیوي غوښتنه کړې وه خو تر اوسه یې د چارواکو هیڅ ځواب نه دی ترلاسه کړی.