کابل کې د

روهي ( یوه نۍ/ ۲ د لیندۍ)، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د امنیتي میثاق پر بنسټ د تېرو ۴۸ ساعتونو په لړ کې په کابل ښار کې د نشه يي توکو د پلورونکو د نیولو په موخه ځینې هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې شپږ تنه د نشه يي توکو د پلور په تړاو نیولي دي.

د وزارت په وینا، چې له یادو کسانو یو اندازه نشه يي توکي د هیرویینو، ښيښه، چرسو او نشه کوونکو تابلېتونو له ډوله او همدارنګه ۲۴ زره افغانۍ نقدې پيسې هم ترلاسه شوې دي.

وزارت زیاتوي، چې د نیول شویو کسانو نسبتي دوسیې تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده بنسټ ته سپارل شوې دي.