دفاع وزارت: د بدخشان ولایت مایمی ولسوالۍ په بشپړه توګه د طالبانو له شتون څخه پاکه شوه 

روهي (یوه نۍ/ ۲ د لیندۍ)، د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي، چې ځواکونو یې په هغو عملیاتو کې چې د طالبانو د بریدونو په ځواب کې یې ترسره کړل، مایمی ولسوالي په بشپړه توګه د طالبانو له شتون پاکه کړي.

د وزارت په وینا، چې په دې عملیاتو کې طالبانو ته درانه تلفات اوښتي دي او زیاته اندازه وسلې او مهمات یې د امنیتي ځواکونو له لوري له منځه وړل شوي دي.

وزارت همدا راز زیاتوي، چې یو شمیر تازه دمي ځواکونه یې په دې ولسوالۍ کې ځای پر ځای کړي ترڅو په دې ولسوالۍ د بیا بریدونو مخه ونیسي.

د یادونې وړ ده چې دوه ورځې وړاندې د بدخشان مایمي ولسوالي د طالبانو د برید په ترڅ کې سقوط شوه له امله یې طالبانو ددې ولسوالۍ ودانۍ ته اور ورته کړ او په بشپړه توګه یې دا ولسوالي سوځولې ده.